په كندهار كې شپږ پوليس وژل شوي

پوليسد کندهار په ژېړۍ ولسوالۍ کې په يوه نښته کې ٦ پوليس وژل شوي او ٧ نور ټپيان دي. پېښه تېره شپه شاوخوا نهه بجې د يادې ولسوالۍ په حاجي عبدالروف سيمه کې  شوې ده.

د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضيا درانى وايي تېره شپه  په دغه سيمه كې يوه پوليس نور پوليس مسموم كړي او وروسته يې په ډزو  وژلي دي.

هغه وايي په دغه پيښه كې ټول شپږ پوليس وژل شوي او اوه نور ټپيان دي. دى وايي، وروسته دغه پوليس هم په متقابلو ډزو کې وژل شوى دى.

Leave a Reply

Your email address will not be published.