په كهسان ولسوالې كې ماين پاكان تښتول شوي

هرات كې پنځلس ماين پاكان تښتول شوي دي. د هرات چارواكي وايي د هلوترست موسسې دا ماين پاكان د هرات په كهسان ولسوالې كې وسله والو طالبانو تښتولي دي. د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد وايي دا كسان تيره ورځ له غرمې ورسوته تښتول شوي او نامعلوم لوري ته وړل شوي دي.

هغه وايي ښايي داكسان ګلران ولسوالې ته وړل شوي وي.  تراوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.