په لوګر كې به په ۱۲۰۰ جريبه ځمكه جوړ شوي كورونه ونړول شي. د لوګر د والي وياند سليم صالح وايي چې دا هغه كورونه دي چې په غصب شويو ځمكه په غير قانوني توګه جوړ شوي او حكومت يې د نړولو پريكړه كړې ده. د همدې پريكړې له مخې پرون په لوګر كې لسګونه دا ډول كورونه ونړول شول. خو يو شمير خلك چې كورونه يې د ښاروالې له خوا نړول شوي وايي دا ځمكې يې په پيسو را نيولې او حكومت يې بايد دوى ته بدل وركړي.
دا كسان چې د كارته مامورين او امنيې قوماندانۍ په شاوخوا كې يې كورونه جوړ كړي له حكومت غواړي چې د دوى د كورونو له ورانولو لاس واخلي. دوى وايي د دې ځمكو اسناد لري او دولت بايد له هغو كسانو سره حساب وكړي چې پر دوى يې دا ځمكې پلورلې دي.
داكسان وايي د كورونو د جوړيدو يې پنځه ياشپږ كاله تيرشوي، چې غير قانوني وو نو دولت يې بايد هغه وخت مخه نيولې واى چې د دوى د بې ځايه لګښت مخنيوى شوى واى.
خو د لوګر د والي وياند سليم صالح وايي دا كورونه د ولسمشر د ۴۵ ګڼې فرمان له مخې نړول كيږي ، هغه وايي نړول شوي كورونه د محكمې په حكم نړول شوي دي.
نوموړى وايي لومړۍ محکمې یادې ځمکې او کورونه غیرې قانوني وبلل، د دویمې او دریمې محکمې لپاره ترې اړین اسناد او شواهد وغوښتل شول خو په ټاکلي وخت کې محکمې ته کوم اسناد او شواهد ونه رسېدل نو ځکه د لومړۍ محکمې پرېکړه وروستۍ وبلل شوه.
د والي وياند وايي غصب شوې ځمكه به بيرته دولت ته ګرځول كيږي.
Leave a Reply