په مزارشريف كې د عبدالرشيد دوستم او عطامحمد نور مانورې

مزارشريفپه بلخ كې د عطامحمد نور او عبدالرشيد دوستم د پلويانو ترمنځ اړيكي خړې شوې دي. رپوټونه وايي چې دا لانجه له هغه وروسته رامنځ ته شوې چې په مزارشريف كې يو شمير كسانو د جنرال عبدالرشيد دوستم انځورونه راكوز او څيرې كړل.

د مزارشريف اوزبك  اوسيدونكي چې د جنرال عبدالرشيد دوستم ملاتړي دي په دې كار په غوصه شوي او په مزارشريف كې يې د عطامحمد نور انځورونه راكوز او څيرې كړې دي.

د بلخ سرپرست والي له دې كار وروسته خبردارى وركړى چې هيچا ته به اجازه ورنه كړي چې د يوه انځور د څيرې كولو په پلمه په مزارشريف كې ستونزې جوړې  او امنيت ګډوډ كړي.

بلخوا ويل كيږي چې د شمال له نورو ولايتونو څخه ګڼ كسان چې د عبدالرشيد دوستم ملاتړي دي هڅه كوي مزارشريف ښار ته ننوځي خو د عطامحمد نور كسان يې مخه نيسي او ټول يې په دروازو كې ايسار كړي دي.

مزارشريفد بلخ سرپرست والي وايي د دوستم عكسونه د اوباشانو له خوا څيرې شوي دي.

په مزارشريف كې د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم عكسونه په داسې حال كې څيرې كيږي چې په تيره اونى كې په جوزجان كې د جمعيت د پخواني قوماندان احمد شاه مسعود انځور د امنيې قوماندانۍ د دروازې له سره كوز او پرځاى يې د جنرال دوستم انځور ونښلول شو.

خو په دې اړه يو شمير جمعيتيانو تند غبرګون وښود او د جوزجان د امنيې قوماندان اړ شو چې د مسعود انځور بيرته د دروازې په يوه څنډه ونښلوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.