په مسكو كې له داعش سره د اړيكو په تور كسان نيول شوي

په روسيه كې خبري آژانسونو د روسيې د يوه امنيتي چارواكي له قوله وايي چې د روسې د امنيت فدرالي ادارې او پوليسو په ګډو عملياتو كې اتلس داسې كسان نيولي چې له داعش سره اړيكه لري. هغه وايي دغو كسانو په مسكو كې داعش ته كسان جذبول چې د مسكوپه بيلابيلو سيمو كې له دغو كسانو سره د هويت جعلي اسناد هم نيول شوي دي. د ( ريانووستي) د رپوټ له مخې نيول شوي كسان د ازبكستان اتباع دي چې د تركيې په شمول يې د ډيرو هيوادونو د هويت جعلي اسناد هم درلودل، ويل كيږي له دغو كسانو سره د تركيې د  موټر چلونې ليسنسونه هم نيول شوي او ځينو رسنيو بيا نيول شوي كسان د تركيې اتباع ښودلي دي.  د روسيې امنيتي چارواكي وايي د نيول شويو كسانوپه كورونو كې داسې اسناد نيول شوي چې د داعش غړو د روسيې بيلابيلو سيمو ته يې پرې سفرونه كول.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.