د ملي امنيت سرپرست ټولو اړونده ادارو ته سپارښتنه كړې چې تردې وروسته خپل ټول مكتوبونه او نورې اعلاميې په دري وليكي او د پښتو له ليكلو ډډه وكړي.
د هغه مكتوب پربنسټ چې د دغه ادارې صحي څانګې نورو دفترونو ته ليږلى د ملي امنيت د سرپرست مسعود اندرابي له قوله وايي چې تر دې وروسته مكتوبونه په دري وليكي او له پښتو ليكلو ډډه وكړي.
مسعود اندرابي له هغه وروسته د ملي امنيت سرپرست وټاكل شو چې رحمت الله نبيل له دندې استعفا وركړه.

Leave a Reply