په كابل كې د ملي شورا په ودانۍ د توغندي بريد شوى دى. رپوټونه وايي چې دا توغندى چې روښانه نه ده له كوم لوري توغول شوى د ملي شورا د نوې ودانې په شاوخوا سيمه كې لګيدلى دي.
تراوسه د دغه توغنديو د مرګ ژوبلې په اړه مالومات نشته .توغندى په داسې حال كې د ملي شورا په ودانې كې لګيدلى چې ولسي جرګې عمومي غونډې ته د كورنيو چارو او دفاع وزارتونو او ملي امنيت سرپرستان ورغوښتل شوي وو.
تراوسه روښانه نه چې توغندي چا توغولي دي.
Leave a Reply