په ميدان وردګو کې له نظامه د ملاتړ غونډه په ناندريو واوښته

د وردګو په مرکز ميدان ښار کې د اطلاعاتو او کلتور رياست د غونډو په تالار کې له نظامه د ملاتړ غونډه جوړه شوې وه، چې د والي انجنير ځنډي ګل زماني په ګډون د سيمه ييزو حکومتي ادارو مشرانو، د ولايتي شورا غړو او قومي مشرانو پکې ګډون کړی وو.
که څه هم د غونډې موخه له نظامه ملاتړ ښوودل شوی وو خو د غونډې په مينځ کې يو شمېر کسان چې په چک ولسوالۍ کې د ملي اردو د ځواکونو له لوري وهل او ټکول شوي و، د غونډې تالار ته ننوتل او له نظامه د بېزارۍ غږ يې پورته کړ. دوی ويل هېڅکله به له داسې نظامه ملاتړ ته زړه ښه نه کړي، چې له دوی يې د ارام ساه اخيستې ده. د ميدان وردګو د ولايتي شورا مشر اختر محمد طاهري هم نظام تر داعش خطرناک وباله او ويې ويل چې د چارواکو د سليقوي چلند له امله د ولس ستونزې ورځ تر بلې مخ پر ډيريدو دي.
طاهري وويل د ملکي وګړو په کورونو ګولۍ ورول کيږي، امنيتي ځواکونه په زوره ميرمنې له کورونو را باسي، خلک وهي، وژني يې، په کورونو يې بمونه غورځوي خو څوک يې پوښتنه نه کوي. د غونډې خبري پوښښ ته ورغلي خبريالان وايي، چې والي د دې خبرو په اوريدو له غونډې ووت او د سيمه ييزو حکومتي ادارو تر مينځ ناندرۍ پيل شوې. د ميدان وردګو د والي وياند عبدالرحمان منګل رسنیو ته وويل، چې والي په چک کې د پېښې شوې موضوع په اړه د اقدام کولو لپاره له غونډې وتلی دی. ده وويل د ملي پوځ هغه کسان چې په چک ولسوالۍ کې يې ملکي وګړي وهلي ولايت ته را غوښتل شوي او په وينا يې ولايتي اداره به د قانون په چوکاټ کې ورسره جدي چلند وکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.