په میدان ښار کې څلوردیرش جریبه غصب شوې ځمکه راګرځول شوې

حیات الله حیاتد وردګو والي حیات الله حیات وایي په دغه ولایت کې به د غصب شویو ځمکو په ترلاسه کولو کې هرډول جدي ګامونه واخلي. د وردګو د والي مطبوعاتي دفتر وایي چې په میدان ښار کې د غصب شویو ځمکو د بیرته ترلاسه کولو کمپاین پیل شوی او په هغه ځمکه جوړې شوې ودانې نړول کیږي چې په غیر قانوني ډول جوړې شوې دي.

میدان ښاردا دفتر وایی تراوسه څلوردیرش جریبه دولتي ځمکه چې غصب شوې وه او ودانې پرې جوړې شوې وې بیرته ترلاسه شوې ده.

والي وایی د غصب او غاصبانو پرضد به هر ډول اقدام وکړي او د میدان وردګو له خلکو غواړي چې د هغه ځمکې له پیرودلو ډډه وکړي چې شرعي اسناد ونه لري.

دا چارواکي وايی په میدان ښار کې غصب شوې ځمکه د ښوونکو ښارګوټي ته ځانګړې شوې او ژربه یې عملي چارې پیل شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.