په ننګرهار كې د داعش راديو ويجاړه شوه

داعش افغانستانپه ننګرهار كې په  يوه هوايي بريدونو كې نیژدې دیرش داعش وسله وال وژل شوي او د دوی د رادیو او انترنیت دستګاوې له منځه وړل شوي دي.

د ننګرهار د والي مطبوعاتي دفتر وایی د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په مامند درې سیمه کې  څلورو هوایي بریدونه شوي چې په ترڅ کې یې ۲۹ داعش وسله وال وژل شوي دي.

د والی ویاند وايی په دغه بریدونو کې چې د بهرنیو ځواکونو په مرسته شوي چې په یوه کې یې د داعش د رادیو دستګاه له پنځو کارکوونکو سره له منځه وړل شوي، په دوهم برید کې د داعش یو پټڼځای له منځه وړل شوی او شپږ داعشیان په کې وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګيانۍ  وايي چې درېيم بريد په هغه غونډه شوى چې داعشيان په كي راټول شوي و او پنځلس وسله وال په كي وژل شوي دي.

د والي وياند وايي د تېرې شپې په  بریدونو كې چې د اوو او اته بجو ترمنځ شوئ د وروستي برید په ترڅ کې د اچین ولسوالۍ په یاده سیمه کې د داعش ډلې انټرنیټي دستګاه د درې تنو کارکوونکو سره یو ځای لمنځه وړل شوې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.