په ننګرهار كې د داعش په مركزونو بريد شوى

داعشپه ننګرهار كې د ملي اردو په هوايي بريدونو كې شپږ ويشت داعش وسله وال وژل شو يدي. د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي دا بريدونه د ننګرهار په ده بالا ولسوالۍ كې شوي دي. دا چارواكي وايي په دې عملياتو كې ۳۱ نور داعش وسله وال ټپيان شوي دي.

دا بريدونه په تيرو څلور ويشت ساعتونو كې شوي هلته چې داعش وسله وال په دې وروستيو كې هڅه كوي ځان ته د قومانداې يو مركز جوړ كړي.

د ملي دفاع وزارت وايي: په وژل شويو كې د سعيد اماراتي او عبدالخالق په نومونو دوه مهم داعش قوماندانان هم شته، بل خوا د ننګرهار محلي  چارواكو ويلي دا بريدونه په هسكه مينه ولسوالې كې شوي او د داعش څلور مركزونه له منځه تللي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي وايي: (دا بمبارۍ د هسکې مینې ولسوالۍ  په قلعه شیخان، دیوانه بابا او صندوق شاه سیمو کې شوي، چې پکې د مولوي هاشم په نوم د  داعش د يوه  قومندان په ګډون ۲۵ جنګیالي وژل شوي او ۳۱ نور ټپیان دي.)

د افغانستان د ملي شورا او ننګرهار داوسيدونكو له سختو نيوكو او اعتراضونو وروسته په دغه ولايت كې د داعش وسله والو پرضد د دولتي ځواكونو عملياتو زور اخيستى دى. دوه ورځې وړاندې هم  د ملي اردو چورلكو په اچین ولسوالۍ کې ورته بمبارۍ کړې وې، چې پکې  د داعش تر ۶۸ ډیر جنګیالي وژل شوي وو.

په همدې وخت كې د ننګرهار په ګاونډ كې د لغمان چارواكي وايي چې په الينګار ولسوالې كې د بې پيلوټه الوتكو په بريد كې  اوه وسله وال وژل شوي دي. د لغمان د والي وياند سرحدي ځواك وايي: (عمليات د چونګې په سيمه كې شوي چې د قاري غازي په نامه يو طالب قوماندان هم په كې وژل شوى دى .)

د افغانستان د ملي دفاع وزارت په دې وروستيو كې داعش وسله والو ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو ادعا كوي ، خو داعش وسله والو تراوسه په دې اړه چوپه خوله دي .

Leave a Reply

Your email address will not be published.