په ننګرهار كې د پاكستان په قونسلګرۍ بريد شوى

د ننګرهار بريدد ننګرهار په مركز جلال آباد ښار كې نن سهار د پوليسو په يوه موټر ځانمرګى بريد وشو. په ننګرهار كې امنيتي چارواكي وايي بريد د پوليسو په يوه موټر شوى چې له امله يې څلور پوليس او دوه ملكي وګړي وژل شوي او يو پوليس او دوه ملكي وګړي ټپيان دي.

په ننګرهار كې ځينو سرچينو ويلي چې وسله وال د پاكستان قنسلګرۍ ته ننوتي دي. خو حكومتي چارواكو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.