په ننګرهار كې ۵۳ وسله وال له دولت سره يوځاى شول

 وسله والو طالبانپه ننګرهار كې د سولې له پروسې سره د وسله والو طالبانو د يوځاى كيدو په لړ كې دا ځل هم څلور محلي قوماندانان له خپلو كسانو سره له دولت سره يوځاى شول.

د ننګرهار چارواكي وايي په دې كسانو كې ۴۳ وسله وال طالبان او لس نور هغه كسان دي چې د داعش له پاره يې كار كاوه، علي حضرت چې دوسله والو طالبانو قومندان دی په نازيانو کې يي فعاليت کاوه  او اوس د سولې  له پروسې سره يو ځاي شوى وايي داعش ترې هرڅه يووړل او هره ورځ به يې يو شخص واژه. وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه  نه دي ويلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.