په ننګرهار کې له شپیتو ډېر وسله وال وژل شوی

ننګرهاردا وسله وال هغه وخت تر برید لاندې راغلی چی د چارواکو په وینا دوی په یوه غونډه کی راټول شوی وو. دافغانستان د دفاع وزات وایی چې افغان هوایی ځواک په دغه سیمه کې هوایی بریدونه کړی، خو د عملیاتو د مرګ ژوبلې په اړه یې معلومات نه دي ورکړی.

خو په ننګرهار کی سیمه ییزو سرچینو ویلی چې په دې بریدونو کی داعش وسله وال وژل شوي دي. د ننګرهار دوالي ویاند عطاالله خوږیاڼي وايي د اچین ولسوالۍ په نرګسي، عدلخیلو، باندر، جنجال شګې او مزدکۍ درې په سیمو  او  چپرهار ولسوالۍ  کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې د داعش  ۶۸ وسله وال وژل شوي او څلور نور تپيان دي.

هغه په دې اړه ډیر جزیات نه دي ورکړي، خو په ننګرهارکې یوه بله سرچینه وایی چې په دې ځای کی د وسله والو کومه غونډه روانه وه. داعش او نورو وسله والو ډلو په دې اړه تراوسه څه نه دی ویلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.