په نهو کلونو جګړو کې ۳۷ زره ملکي افغانان وژل شوي دي

په نهو کلونو جګړو کې ۳۷ زره ملکي افغانان وژل شوي ديملګري ملتونه وايي په تېرو نهو کلونو کې ۳۷ زره ملکي افغانان وژل شوي دي. د یاد سازمان په راپور کې راغلي د یاد شمېر وژنو اصلي لامل ترهګرې ډلې دي. د راپور په یوه برخه کې راغلي، چې د امریکا په زندانونو کې زندانیان په بد ډول شکنجه شوي دي.

ددوی په خبره زندانیانو سخت رواني او فزيکي زیانونه لیدلي او امریکايي پوځیانو هغوی د اصولو خلاف شکنجه کړي دي. ملګرو ملتونو لیکلي، ښځې، ماشومان او نارینه د هېواد په بیلابیلو برخو کې دجګړو په ترڅ کې وژل شوي دي.

د سازمان د راپور په یوه برخه کې راغلي: ((‌په مجموعي ډول له ۲۰۰۷ ترننه د طالبانو او نورو ترهګرو د زورزیاتي په ترڅ کې ۳۷ زره غیرنظامیان په افغانستان کې وژل شوي. ترڅنګ یې د حکومت اړوند ځواکونو له خوا ۵ زره زندانیان د ناوړه چلند ښکار شوي دي)).

د افغانستان دبشري حقونو خپلواک کمیسیون هم وايي، چې د ۷۰ سلنې تلفاتو اصلي عاملین ددولت وسله وال مخالفین دي. دا نهاد د سخت دریځو ځینې کړنې په تیره سرونه غوڅول جنګي جنایات ګڼي. له دې سره سره لاهم د جګړې او تاوتریخوالي اندازه په افغانستان کې کمه شوې نده، بلکې ورځ تربلې پراختیا مومي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.