په نيمروز كې د تښتول شوي سوداګر مړى موندل شوى

نيمروزپه نيمروز كې د هغه سوداګر مړى موندل شوى چې درې مياشتې وړاندې په خاشرود ولسوالۍ كې تښتول شوى و. دا سوداګر عبدالله نوميده او درې مياشتې وړاندې د زرنج_ خاشرود په لاره د پوليسو د يوه رنجر په وسيله تښتول شوى و.د عبدالله كاكا  محمد نادر نوروزي وايي وراره يې ولسوالې ته روان و چې وتښتول شو، هغه وايي په دې تښتونه كې پوليسو هم رول درلود او د پوليسو له خوا تښتول شوى دى.

نوموړي له دولت غوښتي چې د دغه قتل عاملان مجازات كړي. د عبدالله د كورنې يو بل غړى نورالدين نوري وايي تښتوونكو د عبدالله د خوشي كولو په بدل كې ډيرې پيسې غوښتې وې.

د نيمروز د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پروړاندې د مبارزې مدير عبدالهادي عزيزي وايي تښتوونكو عبدالله په خاشرود ولسوالې كې په يوه كور كې ساته، خو كله چې داځاى پوليسو كشف او د ژغورلو په موخه يې عمليات پيل كړل تښتوونكو عبدالله وواژه او له سيمې وتښتيدل.

هغه وايي په دې اړه پلټنې دوام لري ترڅو د پيښې عاملين ونيسي. د سيمې يوه اوسيدونكي ويلي تښتوونكو عبدالله نوروزي په يوه سمڅ كې ساته چې كله د پوليسو له عملياتو خبر شوي نو په هغه يې سمڅ ورړنګه كړې او په خپله تښتيدلي دي. دا په داسې حال كې ده چې د نيمروز د  امنيې قوماندان په دې پيښه كې د لاس درلودو په تور اوه پوليس نيولي وو او د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر هم له دې امله له دندې ګوښه شوى دى.

Leave a Reply

Your email address will not be published.