په هرات کې تښتول شوي ماین پاکان خوشي شول

په هرات کې د هلوترست موسسې تښتول شوي پنځلس ماین پاکان راخوشي شول. د هرات امنیه قوماندان جنرال مجید روزي وایی دا کسان د جمعې په ورځ د دغه ولایت په کهسان ولسوالۍ کې د ایران پولې ته نږدې د وسله والو له خوا تښتول شوي وو.
تر دې وړاندې د هرات د والي ویاند عبدالروف احمدي د یاد ولایت په سرحدي ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو دوه قوماندانان ملا طوفان او ملا حیدر د یادو ماین پاکانو په تښتوونې تورن کړي وو.
دا لومړی ځل نه دی چې په هرات ولایت کې د هلو ټرسټ موسسې ماین پاکان تښتول کېږې بلکې دوه کاله وړاندې هم د یادې موسسې ۶۰ کار کوونکي په پښتون زرغون ولسوالۍ کې تښتول شوي و چې وروسته د قومي مشرانو په منځګړیتوب راخوشي شول. سرچینې ویلي چې په دې پیښه کې د لاس لرلو په تور اوه تنه نیول شوي دي .

Leave a Reply

Your email address will not be published.