په هرات کې یخنۍ پنځه معتادان مړه کړي

په هرات کې یخنۍ پنځه معتادان مړه کړي

محور: یکشنبه، د مرغومي ۱۵مه
د ژمی له پيل څخه تراوسه په هرات کې پنځه معتادان مړه شوي دي. د ژمي په راتلو سره په هرات کې یوځل بیا په نشه د روږدو ستونزې ډيرې شوې. د ژمي له پيل څخه تراوسه په دغه ولایت کې پنځه معتادان مړه شوي دي. دهرات امبولانس مسول ابراهیم محمد وايي ډير معتادان په کنډوالو او خځلو کې ژوند کوي چې تودې جامې او د اوسیدو مناسب ځای نه لري. دوی خبرداری ورکوي چې د ژمي تر پایه به د معتادانو د مړینې کچه لوړه شي. د هرات د والي مطبوعاتي دفتر وايي له ښاره د معتادانود راټولولو بودجه نه لري. له څه مودې را په دیخوا یې معتادانو ته د سرپنا او مناسب ځای د جوړولو په موخه د مرستې راټولول پیل کړي. دوی له خلکو غواړي چې په نشه له روږدو سره مرسته وکړي. د هرات د محلي ادارې شمیرې ښيي چې په دغه ولایت کې له ۷۰ زرو ډیر په نشه روږدي کسان ژوند کوي چې ډېر یې د اوسیدو له پاره مناسب ځای نه لري.

Leave a Reply

Your email address will not be published.