په هلمند به معامله ونه شي

عبدالجبار قهرمانهلمند كې د جګړې ترڅنګ له وسله والو سره د مذاكرې بهير هم دوام لري. په هلمند كې پوځي اوپراتيفي مسول  عبدالجبار قهرمان وايي له يوې مياشتې يې را په ديخوا له زرګونو كسانو سره له نيږدي كتلي او له دوى سره يې د سولې د بهير په اړه خبرې كړې دي. هغه كه څه هم د دغو كسانو هويت نه دى ښودلى خو وايي دا كسان د طالبانو محلي قوماندانان او ډلګې مشران دي.

قهرمان وايي په دې سره په دغه ولايت كې جګړه سړه شوې. نوموړى وايي په دې برخه كې ورسره قومي مشرانو، ديني عالمانو او عامو خلكو همكاري كړې ده.

د ولسي جرګې غړى او په هلمند كې  پوځي او پراتيفي مسول وايي دا په دې مانا نه ده چې په هلمند به كومه سياسي معامله كيږي، بلكې غواړئ د جګړې د درولو په موخه مذاكرې ته هم ارزښت وركړي. هغه وايي په نيژدې راتلونكې كې به د سولې دا خبرې پايله وركړي.

په هلمند كې دا لوړ پوړى پوځي مسول وايي په تیرو ۱۲ کلونو کې په دې ولايت کې په پوځي اوملکي برخوکې د مسولينو مديريت او چارې ناكامې وې چې خلك يې له حكومت څخه ليرې كړي او دا كار وخت ته اړتيا لري.

Leave a Reply

Your email address will not be published.