په هلمند كې امريكايي ځواكونه ځاى پرځاى شوي دي

امريكايي ځواكونهامريكا او بريتانيا بيرته هلمند ته ځواكونه استولي دي. په هلمند كې د ۲۰۱۵ ميوند قول اردو چارواكي وايي چې د دغه ولايت شوراب پوځي هډې ته يوكنډك امريكايي سرتيري راغلي، خو تراوسه روښانه نه ده چې دوى څه كوي.

په هلمند كې د ملي اردو دا لوړى پوړى چارواكى وايي چې تراوسه دوى د دغه ولايت په جګړو كې له دغو ځواكونو نه همكاري غوښتې او نه هم دوى په دې اړه كوم ليوالتيا ښودلې ده. بلخوا د امریکا وال ستریت ژورنال ورځپاڼه وایي، بریتانیا او امریکا هلمند کې څلور ځانګړي عملیاتي ډلې ځای پر ځای کړي دي او په دې کار سره یې له افغان ځواکونو مستقیم ملاتړ ښودلى دی ناټو وایی، امريكا او بريتانيا له هغه وروسته هلمند ته نوي سرتيري ليږي چې په دې ولايت كې وسله والو طالبانو د څلورو ولسواليو كنترل ترلاسه او د مركز لښكرګاه يوه سيمه يې هم ونيوله.

افغان ځواكونه تراوسه نه دي توانيدلي چې دا سيمې بيرته له وسله والو ونيسي. ناټو هم ويلي چې د مرکز لښکرګاه ښار د سقوط  مخنیوی د جنرال جان کمپبل یو مهم لومړیتوب دی. د امریکایی ځانګړو ځواکونو یوه ویاند هم دا تایید کړې چې هلمند کې د بریتانیا او امریکا څلور ځانګړي عملیاتي ډلې ځای پر ځای شوي دي  چې موخه یې د افغان ځواکونو د روزنې، تجهیز او ملاتړ پیاوړتیا ده.  وال ستریت ژورنال ورځپاڼه وایی، تېر کال هلمند کې شاوخوا دوه زرو افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.