په هلمند كې د طالبانو يو لوى زندان مات شو

د هلمند ګرشكوسله والو طالبانو دا زندان د هلمند د ګرشك ولسوالې په نهر سراج سيمه كې جوړ كړى و او هغه كسان به يې په كې ساتل چې په دغه ولايت كې به دوى د جګړې پرمهال نيول او يا برمته كول.

له دې زندان څخه نيژدې شپيته كسان خوشي شوي دي. د ۲۱۵ ميوند قول اردو د عامه اړيكو مسول  محمد رسول ځاځى وايي چې دا ۵۹ كسان تيره شپه د ګرشك ولسوالې په نهرسراج ولسوالې كې د كوماندو ځواكونو په ځانګړو عملياتو كې خوشي شوي دي.

هغه وايي چې په دې عملياتو كې د طالبانو هغه زندان مات شوي چې دوى به په كې بنديان  ساتل. هغه وايي تراوسه روښانه نه ده چې په دې كسانو كې څومره دولتي كسان او څو نور ملكي خلك دي. هغه وايي دوى په دې اړه بايومتريك  څيړنې پيل كړي چې تر بشپړيدو وروسته به يې خپلو كورنيو ته وسپارل شي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.