په هلمند كې نيژدې اتيا وسله وال وژل شوي

ملي اردوپه هلمند کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو مطبوعاتي دفتر وايي  په خانشين اوسنګين ولسواليوکې په عملياتو كې  ۷۸ وسله وال مخالفين وژل شوي .په دې ولايت کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو د عامه اړيکومسؤل ډګرمن محمد رسول ځاځی وايي په خانشين كې دا عمليات  د يکشنبې په ورځ پيل شوي او تر اوس ۷۰ وسله وال طالبان په كې  وژل شوي،۴۰ ټپيان دي .

هغه زياتوي په سنګين کې هم د دوی په عملياتوکې د دوشنبې په شپه د ملامعراج اوشمس الله په نومونود دوو قوماندانانوپه ګډون اته وسله وال وژل شوي اودری نورټپيان دي.

هغه وايي  په دې عملياتوکې افغان سرتیروته زيان نه دی اوښتی، خو وسله وال طالبان  وايي په خانشين كې دوى ته هيڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې او ولسوالي تراوسه هم له دوى سره ده .

Leave a Reply

Your email address will not be published.