په هلمند كې ۸۷ وسله وال وژل شوي

ملي اردود ملي دفاع وزارت په هلمند كې د نيژدې نوي وسله والو طالبانو د وژلو خبر وركوي. په هلمند كې د ۲۱۵ ميوند قول اردو  مطبوعاتي دفتر   وايي چې  يو شمير وسله والو د دغه ولايت د ګرشك ولسوالې د خړنيكه په سيمه كې د ملي اردو د سرتيرو په پوستو بريد وكړ چې له سخت مقاومت سره مخ او بريد يې شنډ كړ.

دا دفتر وايي په دې نښته كې ۲۹ وسله وال وژل شوي دي. سرچينه وايي چې وسله والو د دې ولايت په واشير ولسوالې كې هم د ميوند قول اردو د څلورمې پلې لوا په پوستو بريد وكړ چې په پايله كې يې ۵۸ وسله وال وژل شوي او يو ټپي شوى دى. د ميوند قول اردو مطبوعاتي دفتر وايي چې په دې نښتو كې د ملي اردو يو سرتيرى وژل شوى او دوه نور ټپيان دي. وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.