په هلمند کې په دوو میاشتو کې ۸۰۰ طالب جنګیالي وژل شوي دي

طالب جنګیاليد افغانستان ددفاع وزارت وايي، په هلمند ولایت کې یې په تېرو دوو میاشتو کې د عملیاتو او جګړې په ترڅ کې ۸۰۰ طالب اورپکي وژلي دي. دفاع وزارت چارواکي وايي، په جګړه کې د زخمي طالبانو شمېر تر ۳۰۰ زیات دی او ۱۱ طالبان د افغان ځواکونو له خوا ژوندي نیول شوي دي.

هملند له تېرو دوه کلونو زیات ناامنه دی، خو په وروستیو کې د جګړې سیمې بدلې شوې، سنګین، موسی کلا، کجکي او ګرشک ولسوالۍ د طالبانو د تلفاتو اصلي سیمې دي، خو په تازه مهال کې طالبانو د هلمند مرکزي سیمو ته مخه کړې ده.

په ګرشک کې له ډېره وخته وضعیت ترینګلی او تېره اونۍ طالبانو د هلمند په مرکز لښکرګاه ته ځان جوړ کړ چې په ترڅ کې یې باباجي سیمه ونیوه خو افغان ځواکونو وکولای شول هغوی له ماتې سره مخ کړي.

تازه مهال د لشکرګاه امنیت خوندي شوی خو د جګړې له وېرې له لشکرګاه کوچېدلې کورنۍ د بیا جګړې له ویرې سیمې ته ندي ستنې شوې.

په هلمند د طالبانو دبریدونو زیاتوالی ډېر لاملونه لري، خو ځینې امنیتي چارواکي وايي، چې طالبان غواړي په دغه ولایت په کامل ډول مسلط شي او د نشي توکو له تولید، قاچاق او مارکیټ څخه د خپلې عایداتي منبع په توګه استفاده وکړي.

د کندهار د امنیه قوماندان جنرال رازق په څیر ځینې امنیتي او استخباراتي چارواکي بیا ادعا کوي چې هلمند طالبانو ته د پاکستان له خوا ورپه ګوته شوی چې باید پکې سخته جګړه وکړي او داسیمه تر خپل کنټرول لاندې راولي. رازق وايي، په هلمند کې عملاً‌ د پاکستان ملیشه او جنرالان جنګېږي خو ظاهراً ددې سیمې جګړې ته د طالبانو د مقاومت نوم ورکول کېږي.

هلمند یو له هغو ولایتونو دی چې د طالبانو د سختو جګړو سره سره تر بل هر ولایت هلته طالبانو ته ډېر تلفات اوښتي‌دي او د افغان دفاع وزارت له خوا د طالبانو د تلفاتو وروستي امار د طالب جنګیالیو لپاره روحیه وژونکي امار دي چې دوی به له جګړې زړه توري‌کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.