په هوايي بريد كې شپږ وسله وال وژل شوي

هلمندپه هلمند كې شپږ وسله وال طالبان او دري پوليس وژل شوي دي. په هلمند كې اوپراتيفي مسول عبدالجبار قهرمان وايي چې نړيوالو ځواكونو تيره شپه د هلمند په نادعلي ولسوالې كې د وسله والو طالبانو په مركز هوايي بريدونه كړي چې له امله يې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د هلمند امنيتي چارواكي وايي چې په مارجه كې بيا وسله والو د پوليسو په پوستو بريدونه كړي دي. د هلمند امنيتي چارواكي وايي وسله والو طالبانو د دغه ولسوالې په تريخ ناور سيمه كې د پوليسو په پوسته وسله وال بريدكړى او غوښتل يې چې دا پوسته ونيسي. په هلمند كې اوپراتيفي مسول عبدالجبار قهرمان وايي چې وسله والو بريد په شاه تمبول شوى، خو درې پوليس په كې وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

هغه وايي په بريد كې وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو دقيق شمير يې نه دى روښانه، وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.