په پاریس کې بریدونه د کډوالو پروړاندې چلند ترینګلی کوي

کډوالهمدا شپې ورځې چې له سوریې، عراق او افغانستان څخه ګڼ افغان کډوال اروپا ته رسېدلي او یا په لاره دي د پاریس بریدونو یې د ژوند نسبتاً هواره لاره له خنډونو سره مخ کړې ده. دوی چې اکثره د اسلامي‌ هیوادونو وګړي دي، ډارېږي چې حالات به ددوی په ضرر تمام شي‌ او پرته له شکه چې د کډوالۍ شرايط به سخت شي.

په جرمني، هنګري او اتریش کې له وړاندې افغان کډوالو شکایت کړی و، چې د دوی کمپونه په یو روغه ټولنه کې داسې دي لکه د معتادینو کمپ چې د روغو انسانانو د تګ راتګ په لاره کې جوړ شي‌او یا یې د استوګنې سیمو ته لنډ وي چې له بوی او اعتیاده یې بد وړي. حکومتونه خپلې تګلارې لري چې کډوال ومني، په څومره اندازه یې ومني او د کومو هېوادونو کډوالو ته د قبلیدو لومړیتوب ورکړي‌ خو ددې سره سره ځايي عام وګړي د کډوالو په اړه ښه نظر نلري او دې هجوم ته دې مجبورو نه بلکې د شوقیانو په سترګو ګوري.

په اوایلو کې په جرمني کې د پرانستې سرحدي دروازې خواته ډېر جرمنیان راغلل، کډوالو ته یې په لاسونو کې ګلونه ورکړل او ځینو خپل جمپرونه او جاکټونه رااوایستل چې هغوی له سړې هوا وساتي یا لږ ترلږه د یوې ارامه شپې په تیرولو کې یې ورسره مرسته کړې وي خو وروسته چې کډوال په ډېریدو شول د خلکو چلند بې خونده شو او بیا یې کډوالو ته په ښه نظر نه کتل. دې برخه کې دکډوالو په کمپونو کې جنګونه، په ځینو مواردو کې له مغازو غلاوې او یا پخپل سر له کمپونو وتل هغه محدودې پیښې وې چې د کډوالو ضد رسنیو زیاتې وشاربلې او د کډوالو په هکله د منځلارو خواخوږو د نظر بدلولو لپاره یې د قوي پروپاګندې په توګه استعمال کړې.

اوس چې څه تر هغه بد پېښ شول د پاریس ترهګر بریدونه وو. معلومات په ډاګه کوي چې د اوو بریدګرو له منځه درې یې له سوریې څخه درې میاشتې وړاندې اروپا ته تللي دي. په بریدګرو کې دغه راز د یوې مسلمانې کورنۍ درې وروڼه ښکېل وو. دا نه یوازې چې د کډوالۍ یو خطرناک تصویر وړاندې کوي په اروپا کې د مسلمانانو په اړه هم شکونه او بدګمانۍ زیاتوي.

په اروپا کې په وروستیو کې د مذاهبو او ادیانو ازادي د منځلارو ګوندونو د ملاتړ په سبب په داسې ازادۍ بدله شوې وه، چې مسلمانان ترنورو ډېر په ویاړ خپل مذهبي اماکن جوړ کړل حتی په ځينو ځایونو کې یې حکومتونه اړ کړل چې د جوماتونو لپاره وړیا ځمکې ورکړي.

په اروپا کې میشت کډوال چې لا یې دوسیې ندي‌ پای ته رسېدلې او په کمپونو کې اوسېږي له یو بد حالت سره مخ شوي‌دي. دوی له وړاندې شکایت کاوه چې خواړه او نور د ژوند ضروري توکي پروخت او په منصفانه ډول نه ورته رسېږي خو اوس شکایت کوي. چې په هکله یې بدګمانۍ په ډېریدو دي.

ددوی یو تعداد یې له وړاندې له مدني ټولنو او کډوال ملاتړو ګوندونو سره په تماس کې شوي‌ چې د کډوالو په اړه د عام حکم ښکار نشي‌ او د پاریس په څېر پېښې یې هغه ستونزې درې چنده نکړي چې په قاچاقي لارو ورسره مخ شوي‌وو.

Leave a Reply

Your email address will not be published.