په پاریس کې ترهګریز بریدونه

پاریسلږ تر لږه ۱۸ تنه په پاریس کې د څو شېبو مخکې بریدونو کې وژل شوي. څو ځایونو کې چاودنې هم شوي.

فرانسوي رسنۍ وايي لږ تر لږه ۱۸ تنه وژل شوي. په ورته حال کې د سوداګرۍ په یو مرکز کې څه کم ۶۰ اسیران نیول شوي.

راپورونه وايي د پولیسو له راتګ او د چاودنو له اورېد وروسته عام خلک له ځایه منډې وهي.

ویل کېږي چې چاودنې د یو بار نه بهر شوې دي. په دې ځای کې د آلمان او فرانسې تر منځ سپورتي لوبه روانه وه چې د چاودنو څخه وروسته درول شوې ده.

د پېښې په ځای کې یو عیني شاهد وايي چې تر سلو زیات د مرمیو ډزې یې اورېدلي. اټکل کېږي چې په دې بریدونو کې ۶ کسیز ګروپ ښکېل دی.

پاریس
د پاریس بريد

د فرانسې د ترهګریزو بریدون ضد پولیسو ساحه تخلیه کړې او دم ګړۍ نظامي مانورونه روان دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.