د پاكستان په يو شمير سيمو كې د اورښتونو له امله سيلابونه راوتلي او ګڼې سيمې يې زيانمنې كړي دي. دا سيلابونه په خيبر پښتونخوا ، ګلګت بلتستان او پاكستان تر واك لاندې كشمير كې راوتي دي.
رپوټونه وايي چې تراوسه په دې سيلابونو كې د مړو شوي شمير۷۱ ته رسيدلى دى. يوازې په خيبر پښتونخوا كې ۴۷ تنو ژوند له لاسه وركړى دى.
په خيبر پښتونخوا كې د پيښو پروړاندې د مبارزې ادارې ويلي : په شانګله پار كې څوارلس ، كوهستان كې دوولس او سوات كې اته كسان مړه شوي دي. پاتې نور په بنو، بټګرام ، چترال ، مردام ، بر دير، چارسده ، ملاكنډ او مانسهره كې شوې دي .
دا اداره وايي په دې بارانونو كې ۴۱ تنه ټپيان او شپيته كورونه وران شوي دي. رپوټونه وايي چې غرونه را ښوويدلي او د ګلګت بلتستان لاره يې بنده كړې او تعليمي ادارې رخصت شوې دي.
Leave a Reply