په پاچان خان پوهنتون برید وغندل شو

د پېښور بريدد خوست مدني فعالان او خبریالان وایی چې په پیښور کې په پاچان خان پوهنتون برید  له علم او مدنیت سره د وسله والو دښمني ښیی او دا ډول کارونه ه به په لر او بر کې افغانان سره یوکړي.

په خوست کې مدني فعالانو د یوې غونډې په جوړولو سره وویل چې دا د خلکو په فکر برید دی. دوی وایی د هیواد دښمنانو په لر او بر کې  علمي  مرکزونه خپلې موخې ګرځولې دي.

د چهارشنبه په ورځ په پیښور کې د پاچان خان په پوهنتون وسله والو برید وکړ چې له شلو ډیر کسان یې په کې ووژل.

په دې غونډې د خوست قومي مشرانو په افغانستان کې په ملکي خلکو وروستي بريدونه هم وغندل. داکسان وایی چې د دې جګړې بیه ملکي او بې وزله خلک پرې کوی او داوړه لوري باید د عامو خلکو ژوند ته پاملرنه وکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.