په پروان کې ځانمرګي برید شپږ تنه ووژل

د پروان ولایت په سیاګرد ولسوالې کې نن سهار د یوه ښوونځي مخې ته ځانمرګی برید وکړ، سیمه ییز سرچینې وايی چې برید ګر په موټر سایکل سپور و او د دغه ولسوالې په بازار کې یې د حضرت علي ښوونځي مخې ته چاودنه ورکړه.د سیاګرد ولسوال محمد سعید صدیقي وايي په دې برید کې ۶ کسه وژل شوي او ۲۶ نور ټپیان دي.

هغه وايی د برید ډیرقربانیان ملکي کسان دي. د دغه برید مسولیت تراوسه چاپرغاړه نه دی اخیستی او د برید د موخې په اړه هم څه نه دي ویل شوي .

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.