په ننګرهار كې هغه نجلۍ بيرته خپلې كونډې مور ته وسپارل شوه چې د پور په بدل كې يې ترې بيولې وه. د ننګرهار د والي مطبوعاتي دفتر وايي دا اوه كلنه نجلۍ د دوه سوه زره كلدارو پور په بدل كې ورنه وړل شوې وه.
سرچينه د دغه نجلۍ د موره له خولې وايي: (خاوند مې مړ شوى، له شپږو مياشتو تراوو كلونو پورې ماشومان راته پاتي دي، لور مې د دوو سوو زرو كلدارو په بدل كې يوه پوروړي وړې وه، نه د اوسيدوځاى لرم او نه د خوراك څه شى.)
سرچينې ويلي چې د ننګرهار والي سليم خان كندوزي ورته دا پيسې وركړې او لور يې له پوروړي بيرته ترلاسه كړې ده.
Leave a Reply