په پکتیکا کې څوارلس ملکیان وژل شوي

په پکتیکا کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې څوارلس تنه وژل شوي دي.حکومتي چارواکي وژل شوي کسان ‌طالبان او د سیمې خلک یې ملکي وګړي ګڼي. د پکتیکا د امنیې قوماندان زړور زاهد وايی دا کسان په دوو بریدونو کې وژل شوي دي.هغه وايي لومړی بريد پرون غرمه دوولس بجې او دويم بريد پرون ماښام د ګومل ولسوالۍ د مرڼې په سيمه کې پر دوو موټرو شوی دی. هغه وایي په دغه بریدونو کې څوارلس تنه وسله وال مخالفین چې وسلې یې هم درلودې وژل شوي دي. نوموړی وایي په لومړي کې نهه او په دوهم کې پنځه کسان وژل شوي دي.

خو د پکتيکا د ولايتي شورا مرستيال نعمت الله بابری وايي” په دواړو بريدونو کې وژل شوي کسان د ګومل ولسوالۍ د مرڼې د سيمې ولسي خلک دي.  د ګومل ولسوال هم منلې په نښه شوي کسان “د دوو قبيلو ترمنځ د يوې لانجې د حل په موخه له يوې سيمې څخه بلې ته پر لاره وو، چې هوايي بريدونه پرې شوي دي. د بې پیلوټه الوتکو بریدونه په افغانستان کې اوس د امریکا د استخباراتي ادارې سی آی اې له خوا کیږي. امریکایی ځواکونو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.