په ډنډغوري كې هوايي بريدونه شوي

افغان كوماندويان د بغلان په ډنډ غوري كې د وسله والو طالبانو هغه سنګرونه او خندقونو لاندې كړل چې په جوماتونو او د خلكو په كورونو كې يې جوړ كړي وو.

د كوماندو ځواكونو د عملياتو فرقې د لومړى لوا وياند احمد جاويد سليم وايي په ډنډ غوري سيمې كې ميشت پوځيان د هوايي ځواكونو له ملاتړه برخمن دي او يكشنبه په شپه په هوايي بريدونو كې ۲۲ وسله وال وژل شوي او اوه نور ټپيان دي.

هغه وايي په ډنډ غوري كې د اكاخيلو، سالنګيو او جوي نو سيمې بمبارد شوې او دا كلي د افغان ځواكونو لاس ته ورغلي دي. نوموړى وايي  وسله والو طالبانو په ډنډ غوري كې لوى لوى خندقونه ايستلي و او د خلكو له كورونو او جوماتونو يې د سنګر په توګه كار اخيست.

د بغلان په ډنډ غوري كې افغان پوځيان وايي عمليات دوام لري او ټينګار كوي چې تر هغه به دوام وكړي چې وسله وال په بشپړه توګه له منځه يوسي، طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.