د بغلان په پوځي عملیاتو کې تراوسه هیڅ پرمختګ نه دی شوی. که څه هم د دغه عملیاتو له پیل څخه پنځه ورځې تیریږي، خو لاهم دولتي ځواکونه په هغه ځایونو کې دي چې عملیات یې پیل کړي وو.
له بغلان څخه رپوټونه وايی چې د ملي دفاع وزارت له همدې امله د دغه عملیاتو قومانده له پخواني قوماندان څخه اخیستي او اوس یې د لوی درستیز مرستیال جنرال مرادعلي مراد ته سپارلې چې همدا نن دغه ولایت ته ورغلی دی.
جنرال مراد علي مراد وايی د ډنډ غوري په عملیاتو کې بهرني اتباع د دولتي ځواکونو پرضد جنګیږي. هغه وایی عملیات به پراختیا ومومي او تر هغه به دوام وکړي چې دا سیمه له طالبانو پاکه شي. نوموړی ټینګار کوي چې ژمی د طالبانو د ځپلو له پاره بهترین فرصت دی.
Leave a Reply