په کابل کې د نن ځوانمرګي برید پړه دا عش منلې ده

د نن پېښې نور جزیات
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د نهمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې ځانمرګي برید لږترلږه اته ولسي وګړي وژلي او ۲۵ نور یې ټپیان کړي دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش رسنیو ته وویل، برید ګهیځ مهال ۷:۴۵ بجې د کابل نهمې امنیتي حوزې اړوند ازادۍ مطبعې ته څېرمه پر عمومي سړک شوی.
‘اسلامي دولت’ (داعش) نومې ډلې ددغه برید پړه منلې او د اتو امریکايي سرتېرو د وژل کېدو ادعا کوي.
دغې ډلې پر ټیلیګرام د بریدګر یو انځور هم خپور کړی، چې خپله دا ادعا باوري کړي.
دغې ډلې له ۲۰۱۵ کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت پیل کړی، چې د ځینو وروستیو خونړیو بریدونو پړه یې منلې ده.
په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د ‘پرېکنده ماموریت’ قومندانۍ ویلي، د چارشنبې په دغه برید کې د دوی د ځواکونو کاروان په نښه شوی چې درې سرتېري یې پکې ټپیان شوي دي.
ددغو ځواکونو قومنداني او ځینې نور مهمې بهرنۍ او دولتي ادارې پر شش درک سړک پرتې دي.
کابل کې ۱۱۹ پولیسو رسنیوته ته وویل، پلي ځانمرګي برید کوونکي د بهرنیو ځواکونو د کاروان له رسېدو سره پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي وچوول.
سرچینه وايي، د بهرنیو ځواکونو یو ګاډی زیانمن شوی هم دی.
د برید سیمه د امریکا له سفارت او د ناټو په مشرۍ د پرېکنده ملاتړ د ځواکونو له مرکز نه ډېر واټن نه لري.
چاودنه پر هغه سړک شوې، چې هره ورځ پرې د دولتي مامورینو د تګ راتګ ګڼه ګوڼه وي.
دا برید د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو تر اعلان یوه اونۍ وروسته شوی. طالبانو ویلي وو ‘منصوري ‘ عملیات د بهرنیو ځواکونو او د هغوی د کورنیو ملاتړو پرضد دي.
بل خوا بیا د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری د وسلوالو طالبانو د عملیاتو د پېلېدلو خبره یواځې تبلیغات بولي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.