په کابل کې د هند سفیر وایې راکټي بریدونه مو دترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مخه نشي نیولای

هند وايي، راکټي بريدونه به يې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې روحيه کمزورې نه کړي.
په کابل کې د هند سفير منپرت وهرا نن په کابل کې د دې سفارت پر ميلمستون د راکټ تر لګيدو وروسته ويلي، چې دوی به له ترهګرۍ سره خپله مبارزه روانه ساتي. د هند سفير رسنيو ته ويلي، چې راکټ يې د استوګنې د کور تر څنګ لګيدلی دی.
انډين اکسپرس ورځپاڼې د منپرت وهرا له قوله ويلي، چې په پېښه کې چا ته زيان نه دی اوښتی، خو دوی يې په تړاو پلټنې پيل کړې دي. د هند سفارت په ميلمستون کې په داسې حال کې راکټ لګيږي، چې تېره اونۍ همدې سيمې ته نږدې په زنبق څلور لارې کې د موټر بم چاودنې له امله تر ۵۰۰ ډيرو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
په ورته وخت کې د کورنيو چارو وزارت ويلي، چې پر کابل ښار توغول کيدو ته چمتو ۲۰ توغندي يې کشف او خنثی کړي او په ښار کې يې د خونړيو پېښو مخه نيولې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.