په کابل کې ځانمرګي برید لس تنه ووژل

ځانمرګي بریددا برید نن له غرمې وروسته د کابل ښار د دهمزنګ په څلورلاره کې د امن او عامه نظم د پولیسو قومانداني مخې ته وشو. د کورنیو چارو وزارت وایی چې برید ګر پلی و او د قوماندانی مخې ته یې چاودنه وکړه.

ځانمرګي بریدد کورنیو چارو وزارت امنیتی مرستیال ایوب سالنګی په خپله تویټر پاڼه کې لیکلي چې په دې پیښه کې لس تنه وژل شوي او شل نور ټپیان دي چې ډیر یی ملکیان دي.

د پیښې ځای ته نیژدې د سرحدي پولیسو قومنداني او د ترافیکو ریاست هم پراته دي. بلخوا د سرحدي پولیسو یوې سرچینې ویلي چې په دې برید کې دوه پوځیان وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې شااوخوا دوه اوونۍ وړاندې د دهمزنګ ور ها خوا د دارلامان په سړک د طلوع تلویزیون د کارکوونکو پر موټر انتحاري حمله وشوه.

Leave a Reply

Your email address will not be published.