په کندهارکې د طالبانو پراخ برید له ماتې سره مخ شو

په کندهارکې د طالبانو پراخ برید له ماتې سره مخ شو

محور: سه شنبه، د مرغومي۱۰مه
د ملي دفاع وزارت وايي د کندهار په شورابک ولسوالې کې یې د طالبانو برید له ماتې سره مخ شو. د ملي دفاع وزارت وايي وسله والو تیره شپه د کندهار په شورابک ولسوالې کې د سرحدي ځواکونو په پوستو برید وکړ چې په متقابله نښته او یوه هوايی برید کې ۲۰ طالبان ووژل شول او ۱۳ نور یې ټپیان شول.
د کندهار محلي مسوولین وايي وسله والو تیره شپه د دغه ولایت په اوو ولسوالیو کې په امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې ټول له ماتې سره مخ او درنه مرګ ژوبله ور واوښته.
د کندهار امنیې قوماندان جنرال تادین خان وايی وسله والو غوښتل په اوو ولسواليو کې امنیتي پوستې سقوط کړي، خو افغان ځواکونو يې دفاع کړې. دده په وینا، چې تر ټولو لویه حمله د ښورابک ولسوالۍ په بادي غونډۍ سیمه کې شوې او پر مهال يې ۲۷ وسله وال وژل شوي .
جنرال تادین خان وايي وسله والو په شاولیکوټ، میانشين، ارغستان، معروف، میوند او خاکرېز ولسواليو کې هم بریدونه وکړل، خو ماتې یې وخوړه او پر مهال يې ۶۵ وسله وال وژل شوي دي .
هغه وايي، چې په وژل شويو کې ډير پنجاپي او کشميري وسله وال دي.
بلخوا په کندهار کې یوه امنیتي سرچینه وايي وسله والو غوښتل تیره شپه په ښار کې برید وکړي، خو تر برید مخکې یې پروړاندې عملیات وشول.
وسله والو طالبانو د کندهار د امنیې قوماندان د دې څرګندونو په اړه او دوی ته د اوښتې مرګ ژوبلې د ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.