په کندهار کې د القاعده یو لوی کمپ ویجاړ کړای شوی دی

په کندهار کې د القاعده یو لوی کمپ ویجاړ کړای شوی دیامریکايي چارواکو ویلي، په کندهار کې یې د القاعده یو لوی کمپ له منځه وړی دی. په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جان کمپبل واشنګټن پوست ته ویلي، دغه کمپ د افغانستان د ځانګړو ځواکونو او ناټو سرتیرو د شریکو عملیاتو په ترڅ کې له منځه یوړل شو.

په څو ورځنیو عملیاتو کې څه کم ۲۰۰ ځانګړو ځواکونو برخه واخیسته او هوايي ځواکونو یې په ګڼو بمباریو سره ملتیا وکړه. القاعده ته منسوب دا کمپ د کندهار ولایت په په شورابک کې ډیورنډ ته څیرمه موقعیت درلود، چې اکثره استوګن یې پاکستانیان او چچینیایان وو.

ویل کېږي، د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري تېر کال دا کمپ د القاعده د یوې مهمې څانګې په توګه اعلان کړی و چې په هند او د جنوبي اسیا په هیوادونو کې یې فعالیت درلود. کمپبل وايي، څېړنو په ډاګه کړې، چې دا د القاعده جنګیالیو ترټولو خطرناک مرکز و، ده ویلي: القاعده دا مرکز د هند لویې وچې لپاره کاراوه.

کمپبل وویل: ((‌داداسې یو ځای دی چې ښايي تاسو فکر وکړئ چې القاعده دلته نشته، زه هم له دې نظر سره موافق یم خو د القاعده شبکې څانګې په هند لویه وجه کې فعالې دي او احتمالاً په تېرو څوارلس کلونو کې دا ترټولو لویه اډه وه.)) د کمپبل په خبره تر دې وړاندې د پکتیکا په برمل کې ډیورند ته څیرمه القاعده ته منسوبه ورته یوه اډه له منځه یوړل شوه او ددې مرکز معلومات هم د هماغو عملیاتو پربنسټ چمتو کړل شوي وو.

د جنوبي اسیا د چارو یو څېړونکی مایکل کوګلمن وايي: (( القاعده د هندی قارې په خواوشا کې فعال دي، او په وزیرستانونو د پاکستان بریدونو دوی ټول افغانستان ته راوکوچول. که دا کار پاکستان پخوا کړی وای، چې امریکايي ځواکونه په افغانستان کې ډېر وو، نو هغه وخت د ددوی له منځه وړل اسانه وو))

کوګلمن وايي، القاعده داسې وخت افغانستان ته راوکیشول شوه، چې دلته یې د مقابلې لپاره بهرني ځواکونه نشته او خطردی چې دوی به نورو هېوادونو ته ګواښ جوړ کړي. ده ویلي فکر مه کوئ چې ټول القاعده غړي په شورابک کې ووژل شول، دوی ډیر دي،‌په ټول هندي قاره کې فعالیت لري، دوی د طالبانو په لیکو ورګډ دي او ترډېره د طالبانو نفوذ او په ځینو سیمو حاکمیت ددوی لپاره ارامه بستر دی.

د سیمې ځینې څېړونکي وايي، امریکا د خپل نظامي حضور او جنګ د‌پراختیا لپاره داسې دلایلو ته اړتیا لرله چې ګویا ددوی لوی دښمن القاعده په افغانستان کې فعال دی. ښايي دوی په ناقانونه ډول په افغانستان کې خپل حضور ته دوام ورکړي او له یو داسې ځواک سره د جګړې په نامه مصروف پاتې شي، چې په سیمه کې یې خلک نه پېژني، شاید داجګړه دپېریانو پرضد جګړې ته ورته وي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.