په کندهار کې پولیسو یو ایرانی جاسوس نیولی دی

د کندهار د پولیسو ویاند ضیاء دراني ویلي، د بشیر احمد په نوم هغه ایرانی یې نیولی چې د یاد هیواد په زاهدان ښار کې د افغان دولت له وسله والو مخالفینو سره یې اړیکه او ناسته پاسته لرله.
نوموړي رسنیو ته ویلي چې یاد کس د وسله والو مخالفانو په مټ افغانستان ته د هرات له لارې راغلی، بیا کندهار ته رسېدلی او د کندهار شپږمې امنیتي حوزې اړوندو سیمه کې نیول شوی دی.
ښاغلی درانی وايي، له نیول شوي تورن څېړنې بشپړې شوې او دوسیه یې څارنوالۍ ته سپارل شوې ده.
دی وايي، دغه سړي غوښتل چې د افغانستان د امنیتي قرارګاوو نقشې واخلې او وسله والو مخالفانو ته یې ورکړي ترڅو هغوی په اسانۍ ترهګریز بریدونه ترسره کړای شي.
ضیاء درانی وايي، نیول شوی ایرانی له کومو اسنادو او پاسپورټ پرته افغانستان ته راغلی دی.
سرچینه وايي، تورن په پوښتنو ګروېږنو کې منلې ده، چې له وسله والو مخالفانو سره د اړیکو په غځول شوي تار افغانستان ته راغلی.
ایران څو ځلې د افغان حکومت د وسله والو مخالفانو په ملاتړ تورن شوی او په ځینو پېښو کې د ایراني وسلو د نیول کېدو خبر هم ورکړل شوی، خو د ایران حکومت له وسله والو طالبانو د ملاتړ خبره رد کړې ده.
په ۲۰۱۱ کال د افغانستان د ملي امنیت ادارې ویلي وو، چې یو ایرانی ځانمرګی بریدګر یې نیولی وو.
ايران د افغان حکومت د ملگرتيا ادعا لري، خو په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو له شتون سره سخت مخالف دى.

Leave a Reply

Your email address will not be published.