په کنړ کې دداعش په روزنځای کې د ماشومانو کیسه

په کنړ کې دداعش په روزنځای کې د ماشومانو کیسهالجزیرې تلویزیون په افغانستان کې دداعش پرفعالیتونو یو راپور جوړ کړی او ددې راپور محتوا د کنړ ولایت یوه څنډه او دداعش د فعالیت یکي یو مرکز دی. راپور په ډاګه کوي، چې داعش په افغانستان کې ماشومان جذبوي، هغوی ته روزنه ورکوي او د ځان مرګو بریدونو لپاره یې چمتو کوي.

د راپور په یوه صحنه کې ګڼ ماشومان د ښوونځي په څیر په یو ټولګي کې راټول شوي او یو روزونکی ماشوم ته ښيي چې څرنګه نارنجک په لاس کې واخلي او څرنګه یې د جګړې یا برید پرمهال وکاروي. په یوه بله صحنه کې روزونکی یو کم عمره هلک ته ښيي چې څرنګه له کلاشینکوف څخه استفاده وکړي.

د ماشومانو اکثره یې له نهه کلونو نیولې، تر یولسو او څوارلسو کلونو عمرونه لري. یو روزونکی له اوږدو څڼو سره وړو ماشومانو ته د جګړې او وسلو کارولو عملي روزنه ورکوي. د ۱۴ کلونو په عمر دوه ماشومان چې له کلاشینکوفونه سره ولاړ دي، وايي موږ ته بهرنیو روزنکو روزنه راکړې ده.

دا فلم په تازه کې د افغانستان په یوه بله سیمه کې دداعش له فعالیتونو پرده پورته کوي، په تیر یو کال کې د داعش جنګیالیو ټول تمرکز په ننګرهار و، خو اوس داسې ښکاري چې دا ډله د پراختیا پړاوونه وهي. په ننګرهار کې دداعش پرضد وروستي سخت عملیات ددې سبب شول، چې اکثره داعش جنګیالي نورستان ته واوړي.

تردې وړاندې په افغانستان کې د روسیې سفیر ویلي و، چې ۳ تر ۳ نیم زرو سخت دريځي چې د منځنۍ اسیا، چچین، روسیې او افغانستان دي په افغانستان کې د داعش په کمپونو کې د جګړې روزنه ويني او ددوی روزونکي اکثره یې بریتانوي او امریکايي پاسپورتونه لري.

د داعش له خوا په ماشومانو کې د تبلیغاتو، روزنې هلې ځلې کولای شي افغانستان له لویې اوږدمهالې ستونزې سره مخ کړي،‌دا وضعیت د عربو هماغو ډلو ته پاتې کېږي،‌چې په اتیایمه میلادي لسیزه کې د افغانستان مرکزي سیمو ته راغلل، ښوونځي یې تمویلول، په نصابونو کې یې نوي کتابونه داخل کړل،‌د مهدونو مرموز ښوونکي یې وګمارل او په دارلیتامونو کې یې د ماشومانو د جګړه ییز فکر لپاره کار پیل کړ.

اوس هماغه کسان د طالبانو په لیکو کې په خورا جدیت سره جنګيږي او فکر کوي، چې دا جګړه د اسلام د بقا جګړه ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.