په ګرشك كې ځانمرګى بريد شوى

هلمندد هلمند په ګرشك ولسوالې كې ځانمرګى بريد وشو. رپوټونه وايي دا بريد نن له غرمې وروسته د ګرشك ولسوالې په امني قوماندان شوى دى. د هلمند د امنيې قومانداني د بريد پخلى كوي، خو د نورو جزياتو له وركولو ډډه كوي.

بلخوا په ګرشك كې يوه امينتي سرچينه وايي چې بريد د موټر په وسيله د دغه ولسوالې د امنيې قوماندان محمد اسماعيل خپلواك په موټر شوى چې له امله يې پنځه سرتيري ټپيان شوي دي. دا سرچينه وايي په بريد كې خپلواك ته زيان نه دى رسيدلى.

په همدې وخت كې د ګرشك د امنيې قوماندان وايي دوى د ګرشك له بند څخه بازار ته روان وو چې په لاره كې پرى ځانمرګى بريد شوى دى . تراوسه ددې بريد مسوليت چاپرغاړه نه دى اخيستى.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.