په یونان کې د ډوبو شویو کډوالو شل سلنه افغانان دي

د کډوالو چارو وزارتد اټکلي شمیرو له مخې په روان کال کې نږدې دوه سوه زره افغانان په قاچاقي لارو له هیواده وتلي چې ګڼ شمیر یې اروپایي هیوادنو ته رسیدلي دي.

د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي چې د یونان په اوبو کې د ډوبو شویو څلورو زرو کسانو شل سلنه هغه افغانان دي چې اروپايي هیوادونو ته یې د ناقانونه تلو هڅه کوله او په سمندر کې ډوب شوي دي.

رپوټونه وايي چې د سوریې، عراق او افغانستان څخه اروپا ته له تللیو یو میلیون کډوالو څخه څلور زره کسان د یونان په اوبو کې ډوب شوي دي. د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وایي چې د ډوبو شویو کسانو له ډلې یې شل سلنه افغانان دي.

ویل کیږي المان د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو له وزارت سره د مرستې ژمنه کړې ترڅو  په ټول هیواد کې د کاري فرصتونو په رامنځ ته کولو سره د هغو کسانو د سفر مخه ونیسي چې د اقتصادي ستونزو له کبله اروپايي هیوادونو ته ځي.

افغان چارواکي وايي چې د کډوالو بیرته را ایستل باید په خپله خوښه وي. دا په داسې حال کې ده چې د المان د کورنیو چارو وزیر کابل ته په خپل وروستي سفر کې ویلي هیواد به یې ټول افغان کډوال ونه ومني او یو شمیر به بیرته افغانستان ته ستانه کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.