په یوه برید کې اووه پاکستاني عسکر وژل شوي دي.

په یوه برید کې اووه پاکستاني عسکر وژل شوي دي.په یو ناڅاپي برید کې اووه پاکستاني عسکر وژل شوي دي. دوی هغه وخت تر برید لاندې راغلي چې په ګزمه بوخت وو. پاکستاني چارواکي ادعا کوي، چې په عسکرو یې برید افغان ځواکونو کړی دی، خو افغان ځواکونه دا ادعا بې بنسټه بولي او دا د پاکستان د هغو پېښو د پټولو او کم رنګه کولو هڅه بولي چې له پولې رااوښتونکو جنګیالیو پکې په وار وار افغان ځواکونه وژلي دي.

پېښه د قبایلي سیمو په انګور اډه کې رامنځ ته شوې ده. پاکستاني چاواکي وايي، دغه ډول بریدونه سازماندهي شوي او که افغان ځواکونو نه وي کړي، ددوی په اشاره هغه طالبان یې کوي چې د پاکستان ضد دي او افغان ځواکونو په خپله خاوره کې پټن ځایونه ورکړي دي.

امریکا ته د نوازشریف ترسفر وروسته دا پرپاکستاني ځواکونو خونړی برید دی. پاکستان صدراعظم په امریکا کې هڅه وکړه چې یوار بیا ځان د ترهګرۍ قرباني وګڼي او داځل افغانستان په دقیق ډول ملامت کړي، چې د پاکستان ضد طالبان ساتي.

د ډیورڼد د لانجمنې کرښې په دواړو غاړو کې طالبان ځای پرځای دي، خو عامه ادعا داده چې پاکستان دطالب جنګیالیو په روزنه او تمویل کې لاس لري او په دې توګه غواړي افغان دولت کمزوری کړي.

پر پاکستاني اهدافو د طالبانو بریدونه په عامه سطحه یو نمایشي عمل ښکاري او هروخت پاکستان کوښښ کړی له دې لارې خپل هېواد له ترهګرۍ متضرر معرفي کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.