په یوه زده کوونکې جنسي تیری

تخاردا تیری د تخار په کلفګان ولسوالی کې شوی دی . رپوټونه وایي چې د یوه ښوونځي  مدیر چې محمود حیدري نومیږي یوه دوه ویشت کلنه نجلې (یخشی ګل) له لارې تښتولې او وروسته یې پرې  ډله ییز جنسي تیری کړی دی. د تخار چارواکو په دې اړه چوپتیا غوره کړې ده.

(یخشي ګل) د کلفګان ولسوالې د (قره تو) کلي اوسیدونکې ده . دا نجلې وایی د (ابوالحسن خرقاني) د ښوونځي مدیر او افرادو یې دا د کلي له لارې تښتولې او وروسته یې د بدخشان د کشم ولسوالی (چنارګنجشکان) کلي ته وړې ده . هغه وایي چې دا یې بې هوښه کړې هم وه.

نوموړې وایی دا چې د جنسي تیري پروخت هم بې هوښه وه نو نه پوهیږي چې چا پرې جنسي تیری کړی دی . هغه وایي : ( بی هوښه وم نه پوهیږم چې د مکتب مدیر محمود حیدري او نورو څو تنو را باندې جنسي تیری کړی دی.)

بل سهار د ښوونځي مدیر  د (درمحمد) په نامه یوه سرتیري ته (۵۰۰) افغانی ورکړې چې دا نجلې یې کورته ورسوي ، خو هغه د خلکو له خوا نیول شوی او اوس هم د تخار له پولیسو سره بندي دی.

(یخشي ګل) وایی چې د ( ابوالحسن خرقاني د مرکزي لیسې ) مدیر د یوه پخواني جهادي قوماندان (ظابط حیدر) زوی دی اواوس هم په تالقان ښار او کلفګان ولسوالی کې آزاد ګرځي.

(یخشي ګل) وايی کورنی یې ډیرې منډې ترړې وکړې خو د تخار حکومت په دې اړه بې پروا دی اود محمود حیدري ملاتړ کوي.

د تخار یو شمیر سیمه ییزو چارواکو هم منلې چې په (یخشي ګل) ډله ییز جنسي تیری شوی دی ، خو د تخار امنیه قومانداني نه غواړي په دې اړه څه ووایي.

د تخار د والی ویاند (سنت الله تیمور) وايی خلکو تر دې وړاندې هم له محمود حیدري شکایت کړی ، هغه وایی: (مدیر تښتیدلی اوپولیس یي د نیولو هڅه کوي چې ویی نیسي.)

په تخار کې د خپل ډول دا لومړنی پیښه نه ده بلکې تر دې وړاندې هم په یوه نجلې جنسي تیری شوی و چې تراوسه یی د دوسیې د برخلیک په اړه مالومات نشته.

Leave a Reply

Your email address will not be published.