پوتین خبرداری ورکړی چې له افغانستانه به ترهګر مرکزي آسیا ته ځي

د روسیې جمهور رییس ولادیمیر پوتین د مرکزي آسیا د ملکونو رهبرانو ته خبرداری ورکړی چې له افغانستانه ترهګر د دوی ملکونو ته اوړېدای شي.

ولادیمیر پوتیند پخواني شوروي اتحاد د جمهوریتونو په یوې ناسته کې پوتین وویل چې د افغانستان حالات ترینګلي دي او په ټولو یې غږ وکړ چې ګډې همکارۍ ته تیار اوسي تر څو ناسمو پېښو ته سم ځواب وویل شي.

پوتین په همدې ډول د خپل پوځ ستاینه وکړه چې به سوریه کې د داعش خلاف جنګېږي او ویې ویل چې د داعش درجنونه هډې یې ړنګې کړي دي او سلګونه جنګیالي وژل شوي.

د پوتین دا وینا یوه ورځ وروسته له هغې وه چې باراک اوباما په افغانستان کې د خپل پوځي حضور موده اږده کړه. اوباما وویل چې راروان کال ته به د دوی ۹۸۰۰ پوځیان په افغانستان کې پاتې کېږي او د ترهګرو په خلاف به د هم خپله جنګېږي او هم به افغانو پوځیانو ته مشورې ورکوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.