پوتین مصر ته د روسیې ټول پروازونه بند کړل

پوتین مصر ته د روسیې ټول پروازونه بند کړلد روسیې د اطلاعاتو مشر الکساندر بارتیکوف وايي: ترهغې چې د پېښې په اړه ټول جزیات له حقیقت سره یې خپاره نشي دا به غوره وي، چې د روسیې هوايي اړیکې له مصر سره وځنډول شي. بارتیکوف وايي، دا موضوع تربل هرڅه زیاته د سیاحت له ارزښتونو سره تړلې ده.

د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین پرون د خپل هیواد د اطلاعاتي خدمتونو مسول ته امر وکړ، چې د سینا په دښتو کې د روسي الوتکې د غورځېدو د پېښې تر بشپړ پلټنې پورې دې مصر ته د روسیې د ټولو پروازونو مخه ونیسي.

د کرمیلین ویاند دمیتري پسکوف پرون وویل: د روسیې پرېکړه په دې مانا نده، چې د الوتکې سقوط ګویا د ترهګريز برید له کبله و. دوی ټینګار کوي، چې د پروازونو مصونیت دې تضمین شي او دې برخه کې نواقص شته وو.

تېره شنبې یوې A321 ډوله الوتکې چې له شرم الشیخ څخه د سنت پطرزبورګ پرخوا روانه وه سقوط وکړ او ټول ۲۲۴ مسافر یې ووژل شول. اوس ددې الوتکې د سقوط د عواملو پلټنې روانې دي، د اونۍ په جریان کې یوې عربي رسنۍ داسې خبر ورکړی و، چې په کابین کې نااشنا غږونه اورېدل شوي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.