پوتین وايي د روسي تیارې ویشتل به ترکیې ته بدې پایلې ولري

(Cy-24) ډوله جنګي روسي الوتکهپوتین وویل د (SU-24) ډوله جنګي روسي الوتکې ویشتل به د مسکو او انقرې په اړیکو بدې اغېزې ولري.

د روسیې جمهور رييس د هغې الوتکې د ویشتو په غبرګون کې چې د ترکیې لخوا د سوریې په سرحد کې ویشتل شوې وویل چې دا کار د هغو خلکو لخوا زموږ په ملا کې د خنجر مثال لري چې د ترهګرو ملاتړ کوي. د روسیې جمهور رییس زیاته کړه چې زموږ جنګي الوتکو ترکیې ته هېڅ راز ګواښ نه پېښولو. هغه وویل دا الوتکه داسې وخت کې ویشتل شوې چې د ترکیې له سرحده یو کیلومتر لرې وه. دا الوتکه د هغو ترهګرو د هډو په سر پرواز کې وه چې له ترکیې څخه سوریې ته راغلي وو.

پوتین وویل د نفتو زیات محصولات چې د ترهګرو تر لاس لاندې سیمو څخه ترلاسه کېږي ترکیې ته لېږل کېږي. داعش د تېلو له صادراتو څخه ډېر عاید ترلاسه کوي او د ځینو ملکونو له ملاتړ څخه برخمن دی. هغه زیاته کړه د (SU-24) الوتکې ویشتل به د مسکو او انقرې په اړیکو بدې اغېزې ولري.

د روسیې جمهور رییس وویل په دې پېښه کې یوې (F16) جنګي الوتکې د روسیې په جنګي جېټ باندې هغه وخت برید وکړ چې په سوریه کې یې پرواز درلود. هغه په دوام کې وویل د تیارې له ویشتلو وروسته ترکیې له موږ سره نه بلکې له ناتو سره اړیکه ونیوله.

پوتین وویل نړیواله ټولنه باید د ترهګرو په خلاف چې د ټولو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی په جدي ډول مقابله وکړي. هغه دې خبرې ته په اشارې سره چې ترکیې وروسته د روسي الوتکې له ویشتو له ناتو سره تماس نیولی وویل چې آیا ترکیه خو به دې هڅه کې نه وي چې ناتو د داعش خدمت ته راوغواړي؟

د روسیې جمهور رییس وویل چې هېواد به یې د ورته جنایتونو په وړاندې چې الوتکې یې ویشتل کېږي هېڅکله خاموشي اختیار نکړي بلکې سخت ځواب به ورکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.