پوټين وایې د ناټو متحدین د آمریکا د ګټو له پاره کار کوي

ناټو د امریکا د بهرنیو سیاستونو د عملي کولو او ګټو د ساتلو لپاره یوه وسیله ده.
د روسیې ولسمشر ویلاديمر پوتین وايي، ناټو سازمان یوازې د امریکا ګټې خوندي کوي او ددغه هېواد لپاره کار کوي. هغه وايي د ناټو غړي هېوادونه متحدین نه دي بلکې د امریکا خادمین دي.
ده زیاته کړې، کله چې یو څوک غواړي د ناټو سازمان غړیتوب تر لاسه کړي، نو بیا به هلته د امریکا فشار مني ځکه دغه هېواد ناټو سازمان مشري کوي. دده په وینا ناټو وايي، چې دوی د نړیوالو امنیت خوندي کوي، خو داسې نه ده، یوازې د امریکا ګټې خوندي کوي په داسې حال کې چې د ناټو ډيری غړي هېوادونه نا امن دي، خو دغه سازمان ورسره هېڅ راز مرسته نه ده کړې.

Leave a Reply

Your email address will not be published.