د خیبر پښتونخوا په مرکز پیښور کې د امنیتی او استخباراتي ځواکونو په عملیاتو کې د امریکايی وسلو یوه زیرمه کشف شوې ده.
رپوټونه وايي چې په دې زيرمه كې د «ام ۴ او ام ۶۰» ماشیندارو په شمول ۶۰۰۰ ميله وسلې، د وسلو پرزې، دوربينونه او … نيول شوي دي.
تراوسه په دې اړه څه نه دي ويل شوي چې دا وسلې د چا او چيرته ليږدول كيدې، خو د پاكستان بيلابيلې برخې په دې وروستيوكلونو كې د وسله والو طالبانو، القاعدې او داعش د فعاليتونو مركز پاتې شوى دى.
Leave a Reply